چې سر باندې مې وخیژې

ساخت وبلاگ

دومره ناز دې نه وړمه چې سر باندې مې وخیژې

سترګې کړې رابرندې په نظرباندې مې وخیژې

ته د کوچنیوالي زما غیږ کې لویه شوی یي

دا جرآت به نه کړې چې ځيګرباندې مې وخیژې

دا منم چې زه به دی تر ډيره پوروړې یم

دا به هم ستم وي چې هنر باندې مې وخیژې

پام کوه غلیمه زه کلتور ته وفــــــــــادار یمه

نه چې ظلم وکړې او ګورد باندې مې وخیژې

ویي ویل چې هله به دی ژمنه کې صادق بولم

دا چې جرګه راولـــــــــې ټغر باندې مې وخیژې

راج او باج د مینې به تر ډيره سره وړو راوړو

نه چې محبت کې په ټټر باندې مې وخیژې

زه به هم په تا پـــــسې عادلـــــــــــــه لیونۍ شمه

را چې شې مې کلي ته سپين غر باندې مې وخیژې

نسیم شاه عادل

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 110 تاريخ : چهارشنبه 1 اسفند 1397 ساعت: 16:31