رشتې ماتې نه شی

ساخت وبلاگ
ستا په وړو وړو خبرو توبې وعدې ماتې نه شی

نه چې خطا شې وارخطا او توبې ماتې نه شي

نه خو له ما مروریږي پخلا کیږې بیرته

زما خفګان سره جمله رابطې ماتې نه شی

د شونډو مې دې راته راکه چې مستې وکړمه

هسې نه لاړ شم میخانې ته پیالې ماتې نه شي

دا چې همیش په صبر صبر کې ژوندون تیروم

چیرته کوم وخت زما د صبر کاسې ماتې نه شي

ما د رشتو لپاره ډيرې قربانې وکړي

نه چې بی هیڅه رانه دغه ریشتې ماتې نه شی

نسیم شاه عادل

۱۳۹۷ /۱  /۴

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 133 تاريخ : چهارشنبه 19 دی 1397 ساعت: 13:15