تصویره

ساخت وبلاگ

تا را په زړه کړه تير وختونه او ځواني تصویره
بیا شوه رایاده زمــــــــــــا تللې زندگي تصویره
شاته دی یوړمه تصویره په خیالو دی دوب کړم
هیره به نه کړمه دا ستا مـــــــهرباني تصویره
په تصور کې مـــې تصویر دجانان مخ ته راغی
انګیرم داسې ګنې تا هم یادوي تـــــــــصویره
زړه په لړزه اورنګ مې زیړ شي غریونیولی شمه
چې راپه زړه کــــــــړمه دا ستا بی وفایي تصویر
چې یی جدا وي حال او خیال د زمانې د خــــلکو
په روغو خلکو ګمـــــان شي د لیوني تصویره
د خانۍ دور کې چا خپل تصویر ته دا ویل چی
کاشکی چې وی هاغه ځواني ها ملنگي تصویره
لکه خزان وهلې پاڼې داســــــــــــــــې ورژیده
له غمه ډکه د عــــــــــــادل ده زندگی تصویره.
ن عادل

چې سر باندې مې وخیژې...
ما را در سایت چې سر باندې مې وخیژې دنبال می کنید

برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 139 تاريخ : چهارشنبه 19 دی 1397 ساعت: 13:15