په مظلوم وطن دردېږمه ځورېږم
دا چې دم په دم رالویږمه ځورېږم
اوسيدل دلته اغزن مزل ښکاريږې
لوڅې پښې پکې ګرځيږمه ځوريږم
د زوړ زخم نه لا اوس هم ناقرار يم
نوي رنځ څخه خبریږمه ځورېږم
زه پوهېږم ستا به کور او کلی هېر وي
چې قلف وره ته دې ودرېږمه ځورېږم
ستا ياري راته د شګو سخت مزل شو
دا چې ګام په ګام غورځيږمه ځورېږم
د چنار په څېر ځواني مې زحمت يوړه
د انګور په څېر تاوېږمه ځورېږم
چې د شپې مزل کوم منزل ته رسم
چې سبا ته پاته کيږمه ځورېږم
عادله ذاته دا ستا داد ته منتظر یم
چې د بل در ته پسښیږمه ځورېزم
نسیم شاه عادل
۱۴۰۱/۱۲/۲۱
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 81