ويښ شه مسلمانه چې روژه راغله
ځان دې ښه بیدار کړه
کړه عبادتونه
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫
دې مياشت کې ډير ډیر دي حکمتونه
پکې کوه، کوه تلاوتونه
د پاک الله، الله کوه ذکرونه
دا د خدای د لورې یو تحفه راغله
ښه یی کړه قبوله
واخله ترې خوندونه
ويښ شه مسلمانه چې روژه راغله
ځان دې ښه بیدار کړه
کړه عبادتونه
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
دغه موقع موقع د خواخوږۍ ده
د مومنانو مومنانو د خوارۍ ده
د جهنم، جهنم نه د خلاصۍ ده
مونږ ته د څو ورځو میلمنه راغله
بیړه کړه تلوار کړه
کړه پکې لمونځونه
ويښ شه مسلمانه چې روژه راغله
ځان دې ښه بیدار کړه
کړه عبادتونه
٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
پکې رحمت رحمت د رب وریږي
ټول دوزخونه، خونه تړل کیږي
شیطانان هم، هم ځړول کیږي
ای عادله څومره ښه موقعه راغله
هیڅ عفلت ونه کړې
دادي فرصتونه
ويښ شه مسلمانه چې روژه راغله
ځان دې ښه بیدار کړه
کړه عبادتونه
برچسب : نویسنده : nasimshahadel بازدید : 73